96|1|ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)
96|2|ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى
96|3|ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى
96|4|هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده
96|5|انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده
96|6|حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي
96|7|په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو
96|8|بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي
96|9|ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي
96|10|بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي
96|11|ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي
96|12|یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي
96|13|ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي
96|14|ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟
96|15|داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره
96|16|داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى
96|17|نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي
96|18|ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو
96|19|داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه
Pashto Quran | قرآن لوستل
Pages: 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66 67 68 69 70 71 72 73 74 75 76 77 78 79 80 81 82 83 84 85 86 87 88 89 90 91 92 93 94 95 96 97 98 99 100 101 102 103 104 105 106 107 108 109 110 111 112 113 114