Pashto Quran | قرآن لوستل

95|1|قسم دى په انځر او زیتون (ښوون) باندې
95|2|او په طور سینین (غره) باندې
95|3|او په دې امان وركوونكي/امن والا ښار باندې
95|4|چې یقینًا یقینًا مونږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى
95|5|بیا دى مونږ وګرځاوه د ښكتو ډېر ښكته
95|6|مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى
95|7|نو (اى د قیامت منكره!) له دې نه وروسته تا څه شى د قیامت په هكله دروغ ګڼلو ته اماده كوي؟
95|8|ایا الله تر ټولو لوى حاكم نه دى؟

Pages ( 95 of 114 ): « Previous1 ... 9394 95 9697 ... 114Next »