Pashto Quran | قرآن لوستل

51|1|قسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول
51|2|بیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى)
51|3|بیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى)
51|4|بیا د كار په تقسیموونكو ملايكو (قسم دى)
51|5|چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده
51|6|او بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده
51|7|قسم دى په اسمان چې د لارو والا دى
51|8|چې بېشكه تاسو یقینًا په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ
51|9|ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى
51|10|اټكل كوونكي دې هلاك كړى شي
51|11|هغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي
51|12|دوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟
51|13|په هغې ورځ كې چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي
51|14|(وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته
51|15|بېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي
51|16|په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو
51|17|دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل
51|18|او په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه
51|19|او د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و
51|20|او په ځمكه كې د یقین كوونكو لپاره ډېرې نښې دي
51|21|او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ
51|22|او په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي
51|23|نو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ
51|24|ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى
51|25|كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل: (مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي
51|26|نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ
51|27|نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل: تاسو ولې نه خورئ!
51|28|نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ
51|29|نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل: (زه) زړه شنډه بوډۍ (یم)
51|30|دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى
51|31|ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟
51|32|دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو
51|33|د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو
51|34|چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي
51|35|نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو
51|36|پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده
51|37|او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي
51|38|او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه
51|39|نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل: (دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى
51|40|نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و
51|41|او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ
51|42|ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه
51|43|او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ
51|44|نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل
51|45|بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو
51|46|او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و
51|47|او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو
51|48|او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو
51|49|او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ
51|50|نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم
51|51|او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم
51|52|همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى
51|53|ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى
51|54|نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې
51|55|او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي
51|56|او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي
51|57|زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي
51|58|بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى
51|59|د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي
51|60|پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي

Pages ( 51 of 114 ): « Previous1 ... 4950 51 5253 ... 114Next »