Pashto Quran | قرآن لوستل

88|1|ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟
88|2|څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي
88|3|سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي
88|4|ډېر ګرم اور ته به ننوځي
88|5|په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي
88|6|د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه
88|7|چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي
88|8|څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي
88|9|په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي
88|10|په اوچت جنت كې به وي
88|11|دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري
88|12|په دغه (جنت) كې روانه چینه ده
88|13|په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي
88|14|او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي
88|15|او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي
88|16|او غوړول شوي اعلی فرشونه دي
88|17|ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟
88|18|او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟
88|19|او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي؟
88|20|او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟
88|21|نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې
88|22|ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې
88|23|مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي
88|24|نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب
88|25|بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى
88|26|بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى

Pages ( 88 of 114 ): « Previous1 ... 8687 88 8990 ... 114Next »