Pashto Quran | قرآن لوستل

56|1|كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي
56|2|د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته
56|3|(دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى
56|4|كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول
56|5|او غرونه ورژول شي، رژول
56|6|نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي
56|7|اوتاسو به درې قسمونه شئ
56|8|نو د ښي لاس والا (خلق) ۔، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق!
56|9|او د چپ لاس والا خلق۔، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟
56|10|او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي
56|11|هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته)
56|12|د نعمتونو په جنتونو كې به وي
56|13|لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي
56|14|او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي
56|15|په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي
56|16|چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي
56|17|په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي
56|18|د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره
56|19|چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي
56|20|او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي
56|21|او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي
56|22|او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي
56|23|د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان
56|24|د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول
56|25|دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې)
56|26|لېكن سلام، سلام ویل (به اوري)
56|27|او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا
56|28|په بې اغزیو بېرو كې به وي
56|29|او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی
56|30|او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي
56|31|او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي
56|32|اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي
56|33|چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي
56|34|او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي
56|35|بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول
56|36|نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي
56|37|په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې
56|38|د ښي اړخ والاو لپاره
56|39|(د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه
56|40|او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي
56|41|او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا
56|42|(دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي
56|43|او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي
56|44|چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي
56|45|بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو
56|46|او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه
56|47|او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو
56|48|او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم!
56|49|ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق
56|50|دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي
56|51|بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو!
56|52|خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه
56|53|نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ
56|54|بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ
56|55|نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ
56|56|دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده
56|57|مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ!
56|58|نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ
56|59|ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو
56|60|بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو
56|61|له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ
56|62|او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ!
56|63|نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ
56|64|ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو
56|65|كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ
56|66|(او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو
56|67|بلكې مونږ محروم كړى شوي یو
56|68|نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ
56|69|ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟
56|70|كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ!
56|71|نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ
56|72|ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟
56|73|مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى
56|74|نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه
56|75|نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم
56|76|او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ
56|77|بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى
56|78|په پټ ساتل شوي كتاب كې دى
56|79|چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك)
56|80|د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى
56|81|ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ
56|82|او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ)
56|83|نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي
56|84|او په دغه وخت كې تاسو ګورئ
56|85|او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ
56|86|نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ
56|87|(نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ۔ كه تاسو رښتیني یئ
56|88|نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي
56|89|نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى
56|90|او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي
56|91|نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى۔ (اى) له ښي اړخ والاو ځنې!
56|92|او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي
56|93|نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده
56|94|او دوزخ ته ننه اېستل دي
56|95|بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده
56|96|پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه

Pages ( 56 of 114 ): « Previous1 ... 5455 56 5758 ... 114Next »