Pashto Quran | قرآن لوستل

52|1|قسم دى په طور غر
52|2|او په كتاب لیكل شوي
52|3|په پرانستل شوې پاڼه كې
52|4|او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور
52|5|او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى)
52|6|او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر
52|7|بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى
52|8|هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته
52|9|هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل
52|10|او غرونه به روان شي، سخت روانېدل
52|11|پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
52|12|هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي
52|13|هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل
52|14|دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه
52|15|ایا نو دا سحر (جادو) دى، یا يې تاسو نه وینئ
52|16|ورځئ، ده ته ننوځئ، پس تاسو صبر وكړئ، یا صبر مه كوئ، پر تاسو باندې دغه (دواړه كارونه) برابر دي، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول
52|17|بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي
52|18|چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي
52|19|(ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول
52|20|په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى نكاح د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو
52|21|او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي
52|22|او مونږ به دوى ته ور زیاتې كړو، نورې مېوې او هغه غوښې چې د دوى زړه يې غواړي
52|23|دوى به په دغه (جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول
52|24|او د دوى چاپېره به د دوى غلامان ګرځي، ګویا كې دغه (غلامان) پټې ساتل شوې ملغلرې دي
52|25|او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ راواړوي، چې یو له بله به پوښتنې كوي
52|26|دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو
52|27|نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو
52|28|بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
52|29|نو ته (خلقو ته) نصیحت كوه، پس ته د خپل رب په نعمت سره نه كاهن يې او نه لېونى
52|30|ایا دوى وايي چې (دى) شاعر دى، مونږ د ده په حق كې د زمانې د حوادثو انتظار كوو
52|31|ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، پس بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم
52|32|ایا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى
52|33|ایا دوى وايي چې دا (قرآن) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي
52|34|نو دوى دې د ده په شان خبره راوړي كه دوى رښتیني وي
52|35|ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟
52|36|ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي
52|37|ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي
52|38|ایا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي
52|39|ایا د هغه (الله) لپاره لوڼه دي او تاسو لپاره زامن دي؟
52|40|ایا ته له دوى نه څه مزدوري غواړې، پس دوى له تاوانه درانه كړى شوي دي
52|41|ایا له دوى سره غیب دى (وحي راغلې ده) نو دوى يې لیكي
52|42|ایا دوى د مكر كولو اراده لري، نو هغه كسان چې كافران شوي دي هم دوى مكر كړى شوي دي
52|43|ایا د دوى لپاره له الله نه غیر بل معبود شته؟ الله لره پاكي ده له هغه شي نه چې دوى يې ورسره شریكوي
52|44|او كه دوى یوه ټوټه له اسمانه رالوېدونكې وویني (، نو) وبه وايي (دا) قط په قط كړى شوې ورېځ ده
52|45|نو ته دوى پرېږده، تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى به په هغې كې بې خوده كولى شي
52|46|هغه ورځ چې له دوى نه به د دوى مكر هېڅ شى (عذاب) لرې نه كړى شي او نه به د دوى مدد كولى شی
52|47|او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي
52|48|نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه كله چې ته پاڅېږې
52|49|او دشپې په ځینې حصه كې، نو ته د هغه پاكي بیانوه او له ستوریو نه وروسته (د شپې په اخري حصې كې) هم

Pages ( 52 of 114 ): « Previous1 ... 5051 52 5354 ... 114Next »