Pashto Quran | قرآن لوستل

87|1|ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى
87|2|هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل
87|3|او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله
87|4|او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده
87|5|بيا يې هغه وګرځوله وچه توره
87|6|ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې
87|7|مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي
87|8|او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو
87|9|نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)
87|10|ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي
87|11|او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي
87|12|هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي
87|13|بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري
87|14|یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو
87|15|او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ
87|16|بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ
87|17|حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى
87|18|بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي
87|19|د ابراهیم او موسی په صحیفو كې

Pages ( 87 of 114 ): « Previous1 ... 8586 87 8889 ... 114Next »