Pashto Quran | قرآن لوستل

75|1|زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم
75|2|او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم
75|3|ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو
75|4|ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو
75|5|بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي
75|6|دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟
75|7|نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي
75|8|او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي
75|9|او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي
75|10|نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟
75|11|هیڅكله داسې نه ده۔، هېڅ پناه ځاى نشته
75|12|په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى
75|13|په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي
75|14|بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى
75|15|اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي
75|16|(اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې
75|17|بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي
75|18|نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه
75|19|بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي
75|20|هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ
75|21|او تاسو اخرت پرېږدئ
75|22|په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي
75|23|خپل رب ته به كتونكي وي
75|24|او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي
75|25|یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي
75|26|داسې نه ده۔ كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي
75|27|او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟
75|28|او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى
75|29|او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي
75|30|ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي
75|31|پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ
75|32|او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه
75|33|بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه
75|34|تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي
75|35|بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي
75|36|ایا (كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي
75|37|ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي
75|38|بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ
75|39|نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه
75|40|ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟

Pages ( 75 of 114 ): « Previous1 ... 7374 75 7677 ... 114Next »