Pashto Quran | قرآن لوستل

89|1|قسم دى په فجر (سبا) باندې
89|2|او په لسو شپو باندې
89|3|او په جفت او طاق باندې
89|4|او په شپه باندې كله چې روانه وي
89|5|ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟
89|6|ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟
89|7|چې ارم و د ستنو والا
89|8|هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي
89|9|او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟
89|10|او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل)
89|11|هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه
89|12|نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و
89|13|نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه
89|14|بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى
89|15|نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ
89|16|او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم
89|17|داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ
89|18|او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ
89|19|او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره
89|20|او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه
89|21|داسې نه ده۔ كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره
89|22|او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)
89|23|او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي۔، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي
89|24|دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى
89|25|نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي
89|26|او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي
89|27|اى اطمینان نیوونكیه نفسه!
89|28|ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې
89|29|نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه
89|30|او زما جنت ته ننوځه

Pages ( 89 of 114 ): « Previous1 ... 8788 89 9091 ... 114Next »