Pashto Quran | قرآن لوستل

109|1|(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!
109|2|زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ
109|3|او نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم
109|4|او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى
109|5|او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم
109|6|تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى

Pages ( 109 of 114 ): « Previous1 ... 107108 109 110111 ... 114Next »