Pashto Quran | قرآن لوستل

55|1|ډېر زیات مهربان ذات
55|2|(دا) قرآن ښودلى دى
55|3|هغه انسان پیدا كړى دى
55|4|ده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي
55|5|لمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي
55|6|او ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي
55|7|او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده
55|8|(د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ
55|9|او تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ
55|10|او ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده
55|11|په دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي
55|12|او د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي
55|13|نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ)
55|14|انسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى
55|15|او جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى
55|16|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|17|(هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى
55|18|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|19|هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي
55|20|د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي
55|21|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|22|له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي
55|23|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|24|او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه
55|25|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|26|هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي
55|27|او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى
55|28|نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ؟
55|29|له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي۔، هر وخت هغه په یوكار كې دى
55|30|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|31|ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!)
55|32|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|33|اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ۔ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره
55|34|نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|35|په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى
55|36|نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟
55|37|بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې
55|38|نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|39|نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه
55|40|نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|41|مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي
55|42|نو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ
55|43|دا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه
55|44|دوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي
55|45|نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟
55|46|او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي
55|47|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55|48|(دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي
55|49|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ
55|50|په دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي
55|51|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ
55|52|په دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي
55|53|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|54|په داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي
55|55|نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|56|په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري
55|57|نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|58|ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي
55|59|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|60|د احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول
55|61|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|62|او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي
55|63|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|64|تك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه)
55|65|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|66|په دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي
55|67|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|68|په دغو دواړو كې مېوې او كجورې او انار دي
55|69|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|70|په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي
55|71|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|72|په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي
55|73|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|74|چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري
55|75|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|76|په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به ۔وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې
55|77|نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55|78|ډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى

Pages ( 55 of 114 ): « Previous1 ... 5354 55 5657 ... 114Next »