Pashto Quran | قرآن لوستل

74|1|اى په جامه كې نغښتونكیه!
74|2|ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه
74|3|او نو د خپل رب لويي بیانوه
74|4|او نو خپلې جامې پاكې ساته
74|5|او ګناه (او بتان) نو ترك كړه
74|6|او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې
74|7|او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه
74|8|نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي
74|9|نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده
74|10|په كافرانو باندې اسانه نه ده
74|11|ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى
74|12|او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ
74|13|او زامن حاضر (باشه)
74|14|او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي
74|15|بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم
74|16|هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و
74|17|ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم
74|18|بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه
74|19|پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟
74|20|بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه
74|21|بیا يې وكتل
74|22|بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ
74|23|بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه
74|24|نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي
74|25|نه دى دا مګر د انسان قول
74|26|ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم
74|27|او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى
74|28|دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي
74|29|انسان لره ډېر سوځوونكى دى
74|30|په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي
74|31|او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان۔ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده۔. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)
74|32|هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ
74|33|او په شپې باندې كله چې شا كړي
74|34|او په سبا باندې كله چې روښانه شي
74|35|بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى
74|36|چې انسان لره وېروونكى دى
74|37|هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي
74|38|هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي
74|39|غیر له ښي اړخ والاو نه
74|40|(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي
74|41|د مجرمانو (كافرانو) په باره كې
74|42|(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟
74|43|دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو
74|44|او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه
74|45|او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو
74|46|او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله
74|47|تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى
74|48|نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي
74|49|نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي
74|50|ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي
74|51|چې له زمري نه تښتي
74|52|بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي
74|53|هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي
74|54|هیڅكله داسې نه ده۔، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى
74|55|نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي
74|56|او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى

Pages ( 74 of 114 ): « Previous1 ... 7273 74 7576 ... 114Next »