81|1|كله چې لمر ونغښتل شي
81|2|او كله چې ستوري خړ شي
81|3|او كله چې غرونه روان كړل شي
81|4|او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي
81|5|او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي
81|6|او كله چې دریابونه بل كړى شي
81|7|او كله چې نفسونه جوړه كړل شي
81|8|او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي
81|9|چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده
81|10|او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي
81|11|او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي
81|12|او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي
81|13|او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي
81|14|هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي
81|15|نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي
81|16|په روانو، پټېدونكو باندې
81|17|او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي
81|18|او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)
81|19|بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى
81|20|چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى
81|21|منلى شوى دى هلته، امین دى
81|22|او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى
81|23|او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و
81|24|او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى
81|25|او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي
81|26|نو تاسو (اى كافرانو!) چېرته ځئ؟
81|27|نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)
81|28|د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي
81|29|او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي
Pashto Quran | قرآن لوستل
Pages: 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66 67 68 69 70 71 72 73 74 75 76 77 78 79 80 81 82 83 84 85 86 87 88 89 90 91 92 93 94 95 96 97 98 99 100 101 102 103 104 105 106 107 108 109 110 111 112 113 114