Pashto Quran | قرآن لوستل

77|1|قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي!
77|2|بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل
77|3|او په خورونكو بادونو باندې، خورول
77|4|بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول
77|5|بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي
77|6|د عذر لپاره او وېرولو لپاره
77|7|بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده
77|8|نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي
77|9|او كله چې اسمان څیرې كړى شي
77|10|او كله چې غرونه والوزول شي
77|11|او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي
77|12|د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟
77|13|د فیصلې د ورځې لپاره
77|14|او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده
77|15|د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى
77|16|ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي
77|17|بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو
77|18|همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو
77|19|په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى
77|20|ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي
77|21|پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې
77|22|تر مقررې نېټې (اندازې) پورې
77|23|نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو
77|24|په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
77|25|ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې
77|26|ژوندیو لره او مړیو لره
77|27|او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي
77|28|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
77|29|تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه
77|30|تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى
77|31|چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي
77|32|بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ
77|33|ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي
77|34|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
77|35|دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى
77|36|او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي
77|37|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
77|38|دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي
77|39|نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ
77|40|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
77|41|یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي
77|42|او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي
77|43|(ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول
77|44|بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
77|45|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
77|46|تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه۔، بېشكه تاسو مجرمان یئ
77|47|په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده
77|48|او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي
77|49|په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
77|50|نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟

Pages ( 77 of 114 ): « Previous1 ... 7576 77 7879 ... 114Next »