Pashto Quran | قرآن لوستل

105|1|ایا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟
105|2|ایا د هغوى چل (او مكر) يې په ګمراهۍ او زیان كې نه و ګرځولى؟
105|3|او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل
105|4|چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پخ شوي وو
105|5|نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول

Pages ( 105 of 114 ): « Previous1 ... 103104 105 106107 ... 114Next »