Pashto Quran | قرآن لوستل

100|1|قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي
100|2|پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي
100|3|پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي
100|4|نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي
100|5|پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي
100|6|چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى
100|7|او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى
100|8|او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى
100|9|ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟
100|10|او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي
100|11|بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔

Pages ( 100 of 114 ): « Previous1 ... 9899 100 101102 ... 114Next »