Pashto Quran | قرآن لوستل

104|1|هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره
104|2|هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى
104|3|دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟
104|4|داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي
104|5|او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟
104|6|د الله هغه بل كړى شوى اور دى
104|7|هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي)
104|8|بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي
104|9|په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې

Pages ( 104 of 114 ): « Previous1 ... 102103 104 105106 ... 114Next »