Pashto Quran | قرآن لوستل

80|1|ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه
80|2|په دې وجه چې ده ته ړوند راغى
80|3|او ته څه شي پوه كړى يې۔، ښايي چې دى پاك شي
80|4|یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي
80|5|هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده
80|6|نو ته په هغه پسې كېږې
80|7|حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي
80|8|او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي
80|9|په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي
80|10|نو ته له هغه نه مشغولېږې
80|11|داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى
80|12|نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني
80|13|(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى
80|14|چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي
80|15|د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې
80|16|چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي
80|17|انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى!
80|18|دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟
80|19|له نطفې نه۔، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى
80|20|بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده
80|21|بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود
80|22|بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي
80|23|داسې نه ده۔، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى
80|24|نو انسان دې خپل طعام ته وګوري
80|25|چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول
80|26|بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول
80|27|نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي
80|28|او انګور او تركاريانې
80|29|او زیتون او كجورې
80|30|او ګڼ باغونه
80|31|او مېوې او ګياه (واښه)
80|32|ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره
80|33|نو كله چې سخت اواز راشي
80|34|په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي
80|35|او له خپلې مور او خپل پلاره
80|36|او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه
80|37|په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي
80|38|څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي
80|39|خندېدونكي (او) خوشاله به وي
80|40|او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي
80|41|دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي
80|42|دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي

Pages ( 80 of 114 ): « Previous1 ... 7879 80 8182 ... 114Next »