Pashto Quran | قرآن لوستل

94|1|ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې
94|2|او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى
94|3|هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه
94|4|او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ
94|5|نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته
94|6|بېشكه له سختۍ سره اساني شته
94|7|نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه
94|8|او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه

Pages ( 94 of 114 ): « Previous1 ... 9293 94 9596 ... 114Next »