Pashto Quran | قرآن لوستل

53|1|قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي
53|2|ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى
53|3|او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي
53|4|نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي
53|5|ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى
53|6|چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ
53|7|او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و
53|8|بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو
53|9|نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې
53|10|نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه
53|11|د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل
53|12|ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني
53|13|او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى
53|14|له سدرۃة المنتهٰى سره
53|15|دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى
53|16|كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله
53|17|سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ
53|18|یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې
53|19|نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى
53|20|او منات دریم، د بېخي وروستني
53|21|ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ
53|22|دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى
53|23|دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي۔، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى۔ دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى
53|24|ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي
53|25|نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي
53|26|او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي
53|27|بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي
53|28|حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى
53|29|نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي
53|30|دا د دوى د علم انتها ده۔، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى
53|31|او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده
53|32|هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى
53|33|ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه)
53|34|او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال)
53|35|ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي
53|36|بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي
53|37|او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده
53|38|چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی
53|39|او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى
53|40|او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي
53|41|بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله
53|42|او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي
53|43|او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي
53|44|او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي
53|45|او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي
53|46|له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي
53|47|او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول
53|48|او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي
53|49|او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى
53|50|او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي
53|51|او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل
53|52|او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ۔، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو
53|53|او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول
53|54|نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ
53|55|نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې
53|56|دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى
53|57|قیامت ډېر نژدى راغى
53|58|دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته
53|59|ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ
53|60|او خاندئ او نه ژاړئ
53|61|او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ)
53|62|نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ

Pages ( 53 of 114 ): « Previous1 ... 5152 53 5455 ... 114Next »