Pashto Quran | قرآن لوستل

54|1|قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله
54|2|او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى
54|3|او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى
54|4|او یقینًا یقینًا دوى ته له خبرونو ځنې هغه راغلي دي چې په هغو كې (د دوى لپاره) زجر او سرزنش و
54|5|(دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي
54|6|نو ته له دوى نه مخ وګرځوه۔ (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي
54|7|په دې حال كې چې د دوى سترګې به خړې خوارې وي، دوى به له قبرونو نه (داسې) راوځي ګویا كې دوى خواره واره ملخان دي
54|8|د بلونكي په طرف به تلوار كوونكي وي، كافران به وايي: دا ډېره سخته ورځ ده
54|9|له دوى نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى دى، نو دوى زمونږ د بنده (نوح) تكذیب وكړ او ويې ويل: (دا نوح) لېونى دى او (له تبلیغه) منع كړى شو (او سخت وځورول شو)
54|10|نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله
54|11|نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې
54|12|او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې۔، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و
54|13|او مونږ هغه (په داسې بېړۍ) سور كړ چې د پلنو تختو او پېړو میخونو والا وه
54|14|چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله۔ (دا طوفان راغلى و) د هغه چا د بدلې (او امداد) لپاره چې بې قدري (او ناشكري) يې كړى شوې وه
54|15|او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بېړۍ) یو دلیل پرېښوده، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
54|16|نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
54|17|او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
54|18|عادیانو تكذیب وكړ، نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو
54|19|بېشكه مونږ په دوى باندې ډېر سخت باد راخوشې كړ د ډېر سخت سپېره والي په ورځ كې
54|20|دغه (باد) به خلق (له ژورو پټو كندو نه) داسې را ایستل ګویا كې دوى له بېخه راوتلو د كجورو د ونو تنې دي
54|21|نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
54|22|او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
54|23|ثمودیانو د وېروونكو (نبیانو) تكذيب وكړ
54|24|پس دوى وویل: ایا د يو داسې بشر چې زمونږ ځنې دى (او) یو دى، مونږ به د ده پیروي كوو؟ بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا په ګمراهۍ او لېونتوب كې یو
54|25|ایا زمونږ له مینځه په ده باندې وحي راوغورځولى شوه؟ (داسې نه ده) بلكې دى ډېر دروغجن دى، ډېر خود پسند (متكبر) دى
54|26|ژر به دوى سبا ته پوه شي چې ډېر دروغجن، ډېر تكبر كوونكى څوك دى
54|27|بېشكه مونږ د دوى د ازمېښت لپاره اوښې لره لېږونكي یو، نو ته دوى ته منتظر اوسه او ښه صبر كوه
54|28|او دوى ته خبر وركړه چې بېشكه اوبه د دوى په مینځ كې تقسیم دي۔ هر وار د اوبو ته به حاضري كول شي
54|29|او دوى خپل ملګري ته اواز وكړ، نو هغه توره راواخيسته، پس د هغې لېنګي يې پرې كړل (بيا يې مړه كړه)
54|30|نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
54|31|بېشكه مونږ پر هغوى باندې یوه چغه راخوشې كړه، نو د شپول جوړوونكي د مات (او چوره) كړى شویو وښو په شان شول
54|32|او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
54|33|د لوط قوم د وېروونكو تكذیب وكړ
54|34|بېشكه مونږ پر هغوى باندې كاڼي ویشتونكى باد راخوشې كړ ــ د لوط له كورنۍ نه غیر، مونږ دوى ته په پېشلمي كې نجات وركړ
54|35|زمونږ له جانبه د مهربانۍ په وجه۔، همداسې مونږ هغه چا ته بدله وركوو چې شكر وباسي
54|36|او یقینًا یقینًا هغه (لوط) دوى زمونږ له نیولو نه وېرولي وو۔، پس دوى (د هغه) په وېرولو كې شك وكړ
54|37|او یقینًا یقینًا دوى له ده نه د ده د مېلمنو غوښتنه وكړه، نو مونږ د دوى سترګې (محوه) ړندې كړې، پس (دوى ته وویل شو چې) تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ
54|38|او یقینًا یقینًا په دوى باندې سهار وختي ثابت (او قرار نیونكى) عذاب راغى
54|39|نو تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ
54|40|او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
54|41|او یقینًا یقینًا ال فرعون ته وېروونكي راغلي وو
54|42|(نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره
54|43|(اى عربو!) ايا ستاسو كفار له دغو (ړومبنو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟
54|44|یا دوى وايي چې مونږ بدله اخيستونكې ډله یو
54|45|دغه جمع (ډله) به یقینًا یقینًا ماته كړى شي او دوى به شاګانې وګرځوي
54|46|بلكې قیامت د دوى د وعدې ځاى دى او قیامت ډېر سخت او ډېر تریخ دى
54|47|بېشكه مجرمان په ګمراهۍ او لمبې وهونكي اور كې دي
54|48|په هغې ورځ كې چې دوى به په خپلو مخونو په اور كې راښكلى شي (او ویلى به شي چې) تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ
54|49|بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى
54|50|او زمونږ امر نه دى مګر یو ځل دى، لكه د سترګو رپول
54|51|او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو مشابه (او نظاير) هلاك كړي دي، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
54|52|او هر هغه شى (كار) چې دوى كړى دى، په كتابونو كې دى
54|53|او هر وړوكى او لوى (عمل) لیكل شوى دى
54|54|بېشكه متقیان به په باغونو او ويالو كې وي
54|55|د راستۍ په مجلس كې به وي، له لوى قدرت لرونكي بادشاه سره

Pages ( 54 of 114 ): « Previous1 ... 5253 54 5556 ... 114Next »