91|1|قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې
91|2|اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي
91|3|او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي
91|4|او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)
91|5|او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى
91|6|او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده
91|7|او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى
91|8|نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده
91|9|چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ
91|10|او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ
91|11|ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و
91|12|كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو
91|13|نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ
91|14|نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل
91|15|او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي
Pashto Quran | قرآن لوستل
Pages: 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66 67 68 69 70 71 72 73 74 75 76 77 78 79 80 81 82 83 84 85 86 87 88 89 90 91 92 93 94 95 96 97 98 99 100 101 102 103 104 105 106 107 108 109 110 111 112 113 114