Pashto Quran | قرآن لوستل

83|1|(په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى
83|2|هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي
83|3|او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (، نو) كمى كوي
83|4|ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي
83|5|په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)
83|6|هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي
83|7|هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي
83|8|او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى
83|9|یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى
83|10|په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
83|11|هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي
83|12|او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار
83|13|كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي
83|14|داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول
83|15|داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي
83|16|بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي
83|17|بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه
83|18|داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي
83|19|او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى
83|20|یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى
83|21|چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي
83|22|بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي
83|23|دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به
83|24|(اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې
83|25|په دوى به مُهر (ټاپه) كړى شوي خالص شراب څښولى شي
83|26|چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي
83|27|د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى
83|28|چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي
83|29|بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى۔، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و
83|30|او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل
83|31|او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل
83|32|او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي
83|33|حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي
83|34|نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي
83|35|په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به
83|36|یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول

Pages ( 83 of 114 ): « Previous1 ... 8182 83 8485 ... 114Next »