Pashto Quran | قرآن لوستل

102|1|تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره
102|2|تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ
102|3|داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
102|4|بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
102|5|داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى
102|6|تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ
102|7|بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ
102|8|بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي

Pages ( 102 of 114 ): « Previous1 ... 100101 102 103104 ... 114Next »