85|1|قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى
85|2|او په وعده كړى شوې ورځې (د قيامت)
85|3|او په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده)
85|4|هلاك دې كړى شي خاوندان د خندق
85|5|چې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا
85|6|كله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو
85|7|او دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو
85|8|او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى
85|9|هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى
85|10|بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى
85|11|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
85|12|بېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي
85|13|بېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي
85|14|او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى
85|15|د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى
85|16|ډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي
85|17|ایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟
85|18|چې فرعونیان او ثمودیان وو
85|19|بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي
85|20|او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى
85|21|بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى
85|22|په لوح محفوظ كې دى
Pashto Quran | قرآن لوستل
Pages: 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66 67 68 69 70 71 72 73 74 75 76 77 78 79 80 81 82 83 84 85 86 87 88 89 90 91 92 93 94 95 96 97 98 99 100 101 102 103 104 105 106 107 108 109 110 111 112 113 114