Pashto Quran | قرآن لوستل

86|1|قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي
86|2|او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟
86|3|ځلېدونكى ستورى دى
86|4|نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته
86|5|نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟
86|6|دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى
86|7|چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي
86|8|بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى
86|9|په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي
86|10|نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى
86|11|قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى
86|12|او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده
86|13|بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده
86|14|او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده
86|15|بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول
86|16|او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول
86|17|نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه

Pages ( 86 of 114 ): « Previous1 ... 8485 86 8788 ... 114Next »