Pashto Quran | قرآن لوستل

37|1|قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول
37|2|بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل
37|3|بیا د ذكر په لوستونكو باندې
37|4|چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى
37|5|چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى
37|6|بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي
37|7|او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى
37|8|دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي
37|9|د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى
37|10|غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې
37|11|نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي
37|12|بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي
37|13|او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي
37|14|او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي
37|15|او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو
37|16|ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟
37|17|او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟
37|18|ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ
37|19|پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري
37|20|او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده
37|21|دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه
37|22|(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه
37|23|له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ
37|24|او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي
37|25|په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟
37|26|بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي
37|27|او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي
37|28|وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ
37|29|وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ
37|30|او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ
37|31|نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو
37|32|نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو
37|33|پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي
37|34|بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو
37|35|بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (، نو) دوى به تكبر كاوه
37|36|او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو
37|37|(داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى
37|38|بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ
37|39|او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول
37|40|لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان
37|41|دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده
37|42|چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي
37|43|د نعمتونو په باغونو كې
37|44|(چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ
37|45|په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي
37|46|چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي
37|47|نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي
37|48|او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي
37|49|ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي
37|50|نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي
37|51|په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و
37|52|ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟
37|53|ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي
37|54|وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟
37|55|نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني
37|56|وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې
37|57|او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم
37|58|ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو
37|59|زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو
37|60|بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى
37|61|د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي
37|62|ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه
37|63|بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده
37|64|بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي
37|65|د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي
37|66|پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي
37|67|بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي
37|68|بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي
37|69|بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي
37|70|نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي
37|71|او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي
37|72|او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو
37|73|نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟
37|74|لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي)
37|75|او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو
37|76|او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ
37|77|او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله
37|78|او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله
37|79|په عالمونو كې دې په نوح سلام وي
37|80|بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو
37|81|بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و
37|82|بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل
37|83|او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى
37|84|(یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى
37|85|كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟
37|86|ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟
37|87|نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى
37|88|نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر
37|89|نو ويې ويل: بېشكه زه ناجوړه یم
37|90|نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو
37|91|نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟
37|92|په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟
37|93|نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و
37|94|نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې
37|95|ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ
37|96|‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي
37|97|دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ
37|98|نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل
37|99|او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي
37|100|اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي
37|101|نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ
37|102|نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل: اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې
37|103|نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه
37|104|او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه
37|105|یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو
37|106|بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و
37|107|او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو
37|108|او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې
37|109|دا چې سلام دې وي په ابراهیم
37|110|نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو
37|111|بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى
37|112|او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه
37|113|او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى
37|114|او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ
37|115|او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ
37|116|او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول
37|117|او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و
37|118|او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه
37|119|او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده
37|120|دا چې سلام دي وي په موسي او هارون
37|121|بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو
37|122|بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي
37|123|او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى
37|124|(یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ!
37|125|ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ
37|126|چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى
37|127|نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي
37|128|د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ)
37|129|او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې
37|130|چې په الیاسین دې سلام وي
37|131|بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو
37|132|بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى
37|133|او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى
37|134|(یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ
37|135|غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه
37|136|بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل
37|137|او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ
37|138|او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ
37|139|او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى
37|140|(یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده
37|141|نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې
37|142|نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و
37|143|نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و
37|144|(نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي
37|145|نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و
37|146|او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه
37|147|او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو
37|148|نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه
37|149|نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟
37|150|یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو
37|151|خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي
37|152|الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
37|153|ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې
37|154|په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟
37|155|ایا تاسو نصیحت نه اخلئ
37|156|ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟
37|157|نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
37|158|او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب (د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي
37|159|الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي
37|160|لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي)
37|161|پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ
37|162|نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا)
37|163|غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى
37|164|او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى
37|165|او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو
37|166|او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو
37|167|او بېشكه چې خامخا دوى به ویل
37|168|كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى
37|169|(نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو
37|170|نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي
37|171|او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده
37|172|چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي
37|173|او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي
37|174|نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې
37|175|او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني
37|176|ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي
37|177|نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي
37|178|او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې
37|179|او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني
37|180|ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي
37|181|او سلام دې وي په رسولانو باندې
37|182|او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى

Pages ( 37 of 114 ): « Previous1 ... 3536 37 3839 ... 114Next »