Pashto Quran | قرآن لوستل

76|1|یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و
76|2|بېشكه مونږ انسان له ګډې وډې شوې نطفې نه پیدا كړى دى، چې مونږ به دى ازمایو، نو دى مونږ اورېدونكى (او) لیدونكى وګرځاوه
76|3|بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي
76|4|بېشكه مونږ د كافرانو لپاره ځنځیرونه او طوقونه (زلونې) او لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
76|5|بېشكه نېكان خلق به د شرابو له داسې جامونو نه څښاك كوي چې د هغو ګډونى (امېزش) به كافور وي
76|6|چې چینه ده، د الله بنده ګان به له هغې نه څښي۔، دوى به هغه بهوي (چېرته چې وغواړي) ښه بهول
76|7|دوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر ښه ښكاره دى
76|8|او دوى د هغه (الله) په مینه كې مسكین او یتیم او بندي ته طعام وركوي
76|9|(دوى وايي:) بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله له مخه طعام دركوو۔، مونږ له تاسو نه څه بدله او شكر نه غواړو
76|10|بېشكه مونږ له خپل رب نه د تریو مخې ډېرې سختې ورځې (له عذاب) نه وېرېږو
76|11|نو الله به دوى د دغې ورځې له شر نه بچ وساتي او دوى ته به تازګي او خوشالي ورسوي
76|12|او دوى ته به د خپل صبر په سبب جنت او ورېښم په بدل كې وركړي
76|13|په داسې حال كې چې په تختونو باندې به تكیه وهونكي وي۔، دوى به په هغه (جنت) كې نه لمر ویني او نه ساړه (یخني)
76|14|په داسې حال كې چې په دوى باندې به د دغه (جنت د ونو) سیورى نژدې وي او د هغه د مېوو شوكول به مُسخَّر (راټیټ) كړى شوي وي، مُسخركېدل
76|15|او په دوى باندې به لوښي د سپينو زرو او ګلاسونه ګرځولى شي چې د شیشو به وي
76|16|د سپینو زرو شیشې چې دوى به دغه (لوښي) اندازه كړي وي، اندازه كول
76|17|او په دغه (جنت) كې به په دوى د شرابو داسې جامونه ورڅښول كېږي چې ګډونى به يې زنجبیل وي
76|18|چې چینه ده په دغه (جنت) كې چې نوم يې سلسبیل ایښودل شوى دى
76|19|او په دوى باندې به (د خدمت لپاره) همېشني هلكان ګرځي۔، كله چې ته دوى ووینې۔ (نو) ته به دوى خورې كړى شوې ملغلرې ګڼې
76|20|او كله چې ته وګورې (نو) په دغه ځاى كې به نعمتونه او ډېره لویه بادشاهي ووینې
76|21|د دوى په تن باندې به د نري ورېښمو جامې وي چې شنې به وي او د پېړو ورېښمو (جامې به هم وي) او دوى ته به د سپینو زرو باهوګان واچولى شي۔ او خپل رب به په دوى ډېر پاكيزه شراب وڅښي
76|22|بېشكه دا (نعمت) تاسو لپاره بدله ده. او ستاسو سعي (كوشش) قبول كړى شوى دى
76|23|بېشكه همدا مونږ پر تاسو باندې قرآن نازل كړى دى، ښه نازلول
76|24|نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او په دوى كې د هېڅ ګناهګار او سخت ناشكره خبره مه منه
76|25|او په سبا او بېګاه كې ته د خپل رب نوم یادوه
76|26|او د شپې په څه حصه كې۔، نو ته هغه ته سجده كوه او د هغه تسبیح وایه په اوږده شپه كې
76|27|بېشكه دغه خلق تادي كوونكې (زر تېرېدونكي دنیا) خوښوي او له خپل ځان وروسته درنه ورځ پرېږدي
76|28|مونږ دوى پیدا كړي دي او مونږ د دوى بندونه مضبوط كړي دي۔ او كله چې مونږ وغواړو د دوى مثالونه به په بدل كې راولو، په بدل كې راوستل
76|29|بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب طرف ته لار ونیسي (نو ودې نیسي)
76|30|او تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله وغواړي۔، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
76|31|چا ته چې وغواړي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمان (كافران) چې دي هغهٔ، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى

Pages ( 76 of 114 ): « Previous1 ... 7475 76 7778 ... 114Next »