90|1|زه قسم خورم په دې ښار باندې
90|2|په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې
90|3|او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي
90|4|یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى
90|5|ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي
90|6|دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى
90|7|ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى
90|8|ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي
90|9|او یوه ژبه او دوه شونډي
90|10|اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي
90|11|نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست
90|12|او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟
90|13|خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي
90|14|او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده
90|15|یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي
90|16|یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي
90|17|بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي
90|18|دغه كسان دښي اړخ والا دي
90|19|او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي۔ دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي
90|20|په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي
Pashto Quran | قرآن لوستل
Pages: 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66 67 68 69 70 71 72 73 74 75 76 77 78 79 80 81 82 83 84 85 86 87 88 89 90 91 92 93 94 95 96 97 98 99 100 101 102 103 104 105 106 107 108 109 110 111 112 113 114