Pashto Quran | قرآن لوستل

44|1|حا، ميم
44|2|قسم دى په بیانوونكي كتاب
44|3|بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو
44|4|په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي
44|5|زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ (د رسولانو) لېږونكي وو
44|6|ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
44|7|چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي۔، كه تاسو یقین كوونكي يئ
44|8|نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي۔، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى
44|9|بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي
44|10|پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي
44|11|چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى
44|12|اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو
44|13|دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و
44|14|بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل: (دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى
44|15|بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو۔، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ
44|16|(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو
44|17|او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و۔ او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و
44|18|چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم
44|19|او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم
44|20|او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ
44|21|او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ
44|22|بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى
44|23|نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي
44|24|او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر
44|25|دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې
44|26|او فصلونه او ډېر د عزت ځاى
44|27|او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو
44|28|همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل
44|29|نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو
44|30|او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل
44|31|له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و
44|32|او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره (په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو)
44|33|او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و
44|34|بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي
44|35|نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو
44|36|نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ
44|37|ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو
44|38|او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو
44|39|مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره۔ او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي
44|40|بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده
44|41|هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي
44|42|لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
44|43|بېشكه د زقوم ونه
44|44|د غټ ګناهګار خوراك دى
44|45|د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي
44|46|د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان
44|47|تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ
44|48|بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ
44|49|(ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې
44|50|بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه
44|51|بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي
44|52|په جنتونو كې
44|53|دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي
44|54|همداسې به وي۔ او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو
44|55|دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي
44|56|دوى به په دغو كې مرګ نه څكي۔ غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي
44|57|د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده
44|58|پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
44|59|نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي

Pages ( 44 of 114 ): « Previous1 ... 4243 44 4546 ... 114Next »