Pashto Quran | قرآن لوستل

93|1|قسم دى په څاښت باندې
93|2|او په شپه باندې كله چې قراره شي
93|3|چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى
93|4|او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى
93|5|او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې
93|6|ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ
93|7|او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه
93|8|او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې
93|9|نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه
93|10|او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه
93|11|او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه

Pages ( 93 of 114 ): « Previous1 ... 9192 93 9495 ... 114Next »