Pashto Quran | قرآن لوستل

82|1|كله چې اسمان وچوي
82|2|او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي
82|3|او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي
82|4|او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي
82|5|هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي
82|6|اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې
82|7|هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې
82|8|په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې
82|9|داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ
82|10|په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي
82|11|چې عزتمن لیكونكي دي
82|12|دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ
82|13|بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي
82|14|او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي
82|15|دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي
82|16|او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي
82|17|او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟
82|18|بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى
82|19|(یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري۔ او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي

Pages ( 82 of 114 ): « Previous1 ... 8081 82 8384 ... 114Next »