Pashto Quran | قرآن لوستل

79|1|قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل
79|2|او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل
79|3|او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل
79|4|پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل
79|5|بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ)
79|6|په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي
79|7|په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې
79|8|(د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي
79|9|د دغو سترګې به ښكته وي
79|10|دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟)
79|11|ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو
79|12|دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي
79|13|پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده
79|14|نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي
79|15|ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده
79|16|كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ
79|17|ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
79|18|نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې
79|19|او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې
79|20|نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله
79|21|نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه
79|22|بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ
79|23|نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ
79|24|نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب)
79|25|نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره
79|26|بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي
79|27|ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى
79|28|د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى
79|29|او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده
79|30|او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده
79|31|ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي
79|32|او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي
79|33|ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره
79|34|نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي
79|35|په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي
79|36|او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني
79|37|نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي
79|38|او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي
79|39|نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده
79|40|او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي
79|41|نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده
79|42|(اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي
79|43|ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې
79|44|خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده
79|45|بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي
79|46|ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت

Pages ( 79 of 114 ): « Previous1 ... 7778 79 8081 ... 114Next »