Pashto Quran | قرآن لوستل

101|1|(د زړونو) ټكوونكى (قیامت)
101|2|(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
101|3|او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
101|4|(دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي
101|5|او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي
101|6|نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې
101|7|نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي
101|8|او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې
101|9|نو د ده استوګنځى هاویه ده
101|10|او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟
101|11|(دغه) ډېر ګرم اور دى

Pages ( 101 of 114 ): « Previous1 ... 99100 101 102103 ... 114Next »