92|1|قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي
92|2|او په ورځ باندې كله چې روښانه شي
92|3|او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي
92|4|چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي
92|5|نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي
92|6|او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي
92|7|نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو
92|8|او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي
92|9|او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)
92|10|نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو
92|11|او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي
92|12|بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي
92|13|او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)
92|14|نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي
92|15|ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته
92|16|هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى
92|17|او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى
92|18|هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي
92|19|او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي
92|20|مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى
92|21|او خامخا ژر به دى راضي شي`
Pashto Quran | قرآن لوستل
Pages: 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66 67 68 69 70 71 72 73 74 75 76 77 78 79 80 81 82 83 84 85 86 87 88 89 90 91 92 93 94 95 96 97 98 99 100 101 102 103 104 105 106 107 108 109 110 111 112 113 114