Pashto Quran | قرآن لوستل

84|1|كله چې اسمان څیرې شي
84|2|او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى
84|3|او كله چې ځمكه راښكلى شي
84|4|او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي
84|5|او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده
84|6|اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې
84|7|نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي
84|8|نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب
84|9|او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي
84|10|او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي
84|11|نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي
84|12|او د دوزخ بل اور ته به ننوځي
84|13|بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و
84|14|بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي
84|15|ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و
84|16|نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)
84|17|او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي
84|18|او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي
84|19|چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه
84|20|نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي
84|21|او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي
84|22|بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي
84|23|او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي
84|24|نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
84|25|غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى

Pages ( 84 of 114 ): « Previous1 ... 8283 84 8586 ... 114Next »