Pashto Quran | قرآن لوستل

10|1|الف، لام، را، دا له حكمت نه د ډك كتاب ایتونه دي
10|2|ایا د خلقو لپاره دا تعجب دى چې مونږ په دوى كې یو سړي ته دا وحي وكړه چې ته خلق ووېروه او هغو كسانو ته زېرى وركړه چې ایمان يې راوړى دى چې یقینًا د دوى لپاره د خپل رب په نیز لویه رښتینې مرتبه ده۔ (نو) كافرانو وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادوګر دى
10|3|بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش باندې برقرار شو، دى د ټولو كارونو تدبیر كوي، هېڅ سفارشي نشته مګر د هغه له اجازت نه وروسته، دغه الله ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ
10|4|خاص هم ده ته ستاسو د ټولو واپسي ده، الله حقه وعده كړې ده، بېشكه دى مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي، د دې لپاره چې هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى په انصاف سره بدله وركړي او نېك عملونه يې كړي دي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، د دوى لپاره ایشېدلې ګرمې اوبه دي او بېخي دردناك عذاب دى، په دې سبب چې دوى به كفر كاوه
10|5|هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ۔، الله دا (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي
10|6|بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي
10|7|بېشكه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري او په دنيايي ژوند راضي شوي دي او په دې (ژوند) مطمئن دي او هغه كسان چې دوى زمونږ له ایتونو نه غافلان دي
10|8|دغه كسان، د دوى استوګنه اور دى، په سبب د هغه چې دوى به كول
10|9|بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى رب به دوى ته د خپل ایمان په سبب لارښوونه كوي، د نعمتونو په باغونو كې به د دوى له لاندې نهرونه بهېږي
10|10|د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى
10|11|او كه چېرې الله خلقو ته بدي جلت ورسوي، په شان د جلت غوښتلو د دوى خیر لره (، نو) خامخا دوى ته به د دوى موده پوره كړى شوې وى، نومونږه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري په خپلې سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه وي
10|12|او كله چې انسان ته تكلیف ورسېږي (نو) په خپل اړخ باندې (پروت)، یا ناست، یا په ولاړه مونږ بلي، نو كله چې مونږ له هغه نه د هغه تكلیف لرې كړو (نو داسې) تېرېږي لكه چې ده مونږ نه وو بللي (د) هغه تكليف (لرې كولو) ته چې ده ته ور رسېدلى و، همدارنګه له حد نه تېرېدونكو ته هغه عملونه ښايسته كړى شول چې دوى به كول
10|13|او یقینًا یقینًا ستاسو نه مخكې قرنونه (مخكیني خلق) مونږ هلاك كړل كله چې هغوى ظلم وكړ او هغوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغوى له سره داسې نه وو چې ایمان يې راوړى وى، همدارنګه مونږ مجرمو خلقو ته سزا وركوو
10|14|بیا مونږه له هغوى نه وروسته تاسو په ځمكه كې ځاى ناستي جوړ كړئ، د دې لپاره چې مونږ وګورو تاسو څنګه عمل كوئ
10|15|او كله چې په دوى باندې زمونږ ایتونه، چې واضح دي ولوستل شي، هغه كسان ووايي چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: ته له ده نه غیر قرآن راوړه، یا په ده كې تبدیلي وكړه، ته (ورته) ووایه: ما ته دا حق نشته چې زه په ده كې د خپل ځانه تبدیلي وكړم۔، زه پیروي نه كوم مګر د هغه چې ما ته وحي كولى شي، بېشكه زه د ډېرې سترې ورځې له عذاب نه وېرېږم كه د خپل رب نافرماني وكړم
10|16|ته ووایه: كه چېرې الله غوښتلى (، نو) ما به دا (قرآن) پر تاسو باندې نه و لوستى او نه به هغه تاسو په ده عالمان كړي وى، پس یقینًا ما له ده نه مخكې په تاسو كې ډېر عمر تېر كړى دى، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟
10|17|نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي، بېشكه شان دا دى چې مجرمان به خلاصى ونه مومي
10|18|او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله په هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي
10|19|او خلق نه وو مګر یو امت، بیا دوى مختلفه شول او كه چېرې نه وى هغه خبره چې ستا د رب له خوا مخكې ثابته شوې ده خامخا د دوى په مینځ كې به د هغو خبرو فیصله شوې وى چې دوى په كې اختلاف كوي
10|20|او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه معجزه نه ده نازله كړى شوې؟ نو ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى، نوتاسو انتظار كوئ، بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم
10|21|او كله چې مونږ په خلقو باندې څه رحمت وڅكو، وروسته له هغه تكلیف نه چې دوى ته رسېدلى وي (، نو) ناڅاپه دوى زمونږ په ایتونو كې مكر كوي، ته ووایه: الله د مكر په لحاظ سره تر ټولو جلت دى، بېشكه زمونږ رسولان (ملايك) لیكي هغه څه چې تاسو مكر كوئ
10|22|هم هغه دى چې تاسو په وچه او بحر كې ګرځوي، تر دې چې كله تاسو په كښتیو كې (سواره) شئ، او دا (كښتۍ) له دوى سره په ښې (موافقې) هوا سره روانې شي او په دې سره دوى خوشحاله شي (، نو) په دې (كښتیو) باندې سخت تېز باد راشي او په دې (خلقو) باندې له هر ځایه چپې راشي او دوى یقین وكړي چې بېشكه دوى ګېر كړى شول (بیا) دوى الله بلي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین (عبادت) خالص كوونكي وي (او وايي) یقینًا كه چېرې تا مونږ ته له دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به هرومرو لازمًا له شكر كوونكو څخه شو
10|23|نو كله چې هغه، دوى ته نجات وركړي ناڅاپه دوى په ځمكه كې ناحقه ظلم فساد كوي، اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو ظلم او سركشي د خپلو ځانونو په ضرر ده. د دنيايي ژوند فايده (واخلئ) بیا خاص مونږ ته ستاسو واپس راتله دي، نو مونږ به تاسو په هغو عملونو خبر كړو چې تاسو به كول
10|24|بېشكه همدا خبره ده چې د دنيايي ژوند مثال د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمانه نازلې كړې، بیا په (سبب د) هغو سره د ځمكې زرغونه ښه ګډه وډه شي له هغو څیزونو ځنې چې خلق او څاروي يې خوري، تر دې چې كله ځمكه خپل زینت واخلي او ښه ښكلې شي او د هغې خاوندان یقین وكړي چې یقینًا دوى په دې قادر دي (، نو) هغې ته زمونږ حكم د شپې راشي، یا د ورځې، نو مونږ هغه رېبل شوې كړو، ګویا كې دغه (اباده زرغونه ځمكه) پرون له سره موجوده نه وه، همدارنګه مونږه ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغو خلقو لپاره چې ښه فكر كوي
10|25|او الله د سلامتۍ كور ته بلنه كوي او چا ته چې وغواړي هغه ته د نېغې لارې هدایت كوي
10|26|د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د اجر هم شته) او د دوى مخونه به نه هېڅ تورګرد او غبار پټوي او نه څه ذلت، دغه كسان د جنت والا دي دوى به په هغه كې همېشه وي
10|27|او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي (د دوى) د بدۍ جزا د هغې په مثل ده او ذلت به دوى لره پټوي، د د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي، ګویاكې د دوى مخونه د تكې تیارې شپې په ټكړو پټ كړى شوي دي، دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
10|28|او هغه ورځ چې مونږ به دوى ټول راجمع كړو، بیا به مونږ هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى، ووایو: تاسو او ستاسو شریكان په خپل ځاى ټینګ ودرېږئ، نو مونږ به د دوى په مینځ كې بېلتون راولو او د دوى شریكان به ووايي: تاسو خو زمونږ عبادت نه كاوه
10|29|نو الله ښه كافي ګواه دى زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې، بېشكه شان دا دى چې مونږ ستاسو له عبادته یقینًا ناخبره وو
10|30|په دغه ځاى كې به هر نفس وازمايي هغه څه چې ده مخكې لېږلي دي او دوى به خپل حق مولٰی (مالك) ته واپس بوتلى شي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به له ځانه دروغ جوړول
10|31|ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
10|32|نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى، نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ؟
10|33|همدارنګه ستا د رب كلمه په هغو كسانو باندې چې فسق يې كړى دى، ثابته شوه چې یقینًا دوى ایمان نه راوړي
10|34|ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟
10|35|ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې د حق طرف ته هدایت كوي؟ ته ووایه: الله حق ته لار ښوونه كوي، ایا نو هغه څوك چې حق ته لار ښوونه كوي زیات حقدار دى چې متابعت يې وكړى شي، یا كه هغه څوك چې (پخپله هم) لاره نشي موندلى مګر دا چې لار ورته وښودلى شي؟ نو په تاسو څه شوي دي، تاسو څنګه فیصله كوئ؟
10|36|او د دوى زیاتره پیروي نه كوي مګر د ګمان، بېشكه ګمان د حق په مقابله كې هېڅ فايده نه وركوي، بېشكه الله ښه پوه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي
10|37|او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه پرته په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته
10|38|ایا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ
10|39|بلكې دوى د هغه (قرآن) تكذیب وكړ چې دوى د هغه د علم احاطه نه وه كړې، او دوى ته لا د ده حقیقت نه و راغلى۔، همدارنګه تكذیب كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو ته وګوره د ظالمانو انجام څنګه و؟
10|40|او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې په ده ایمان راوړي او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې په ده ایمان نه راوړي، او ستا رب پر فساد كوونكو تر ټولو ښه پوه دى
10|41|او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره زما عمل دى او ستاسو لپاره ستاسو عمل دى، او تاسو له هغه عمل نه بېزاره یئ چې زه يې كوم او زه له هغه عمل نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ
10|42|او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته په غور سره غوږ نیسي، ایا نو ته كڼو ته اورول كولى شي اګر كه دوى عقل هم ونه لري؟
10|43|او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته ګوري، ایا نو ته ړندو ته لار ښودلى شي اګر كه هغوى لیدل هم نه كوي
10|44|بېشكه الله په خلقو باندې هېڅ شى ظلم نه كوي او لېكن همدا خلق پر خپلو ځانونو ظلم كوي
10|45|او هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى راجمع كړي، په دې حال كې چې لكه دوى (په دنيا كې) نه وو اوسېدلي مګر د ورځې یوه ګړۍ، دوى به په خپل مینځ كې یو بل پېژني، یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې د الله د ملاقات تكذیب يې كړى و او دوى هدایت موندونكي نه وو
10|46|او كه كله هم مونږ تا ته ځینې هغه څه وښیو چې مونږه يې له دوى سره وعده كوو، یا تا وفات كړو، نو خاص زمونږ طرف ته د دوى واپس راتلل دي، بیا الله ښه ګواه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي
10|47|او دهر امت لپاره یو رسول و، نو كله چې به د هغوى رسول راغى د هغوى په مینځ كې به په انصاف سره فیصله وكړى شوه، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كېده
10|48|او دوى وايي: دا وعده كله ده كه چېرې تاسو رښتیني یئ؟
10|49|ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یو نېټه ده (، نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى نه یوه ګړۍ وروسته كېږي اونه مخكې كېږي
10|50|ته (دوى ته) ووایه: تاسو خبر راكړئ! كه چېرې په تاسو د هغه عذاب د شپې راشي، یا د ورځې، (نو) څه دى هغه (عذاب) چې مجرمان يې په تلوار غواړي؟
10|51|ایا بیا به تاسو په دې (عذاب) ایمان راوړئ كله چې واقع شي؟ ایا اوس (ایمان راوړئ چې عذاب نازل شو؟)!، حال دا چې یقینًا تاسو وئ چې د دغه (عذاب) به مو جلتي كوله
10|52|بیابه ظالمانو ته وویل شي: تاسو د همېشه والي عذاب وڅكئ، تاسو ته سزا نه دركولى شي مګر په سبب د هغه (عمل) چې تاسو به كاوه
10|53|او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې ایا دا حق دى؟ ته (ورته) ووایه: هو! پخپل رب مې دې قسم وي چې بېشكه دغه خامخا حق دى او تاسو (له الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ
10|54|او كه چېرې يقينًا د هر هغه نفس لپاره چې ظلم يې كړى دى، هغه څه وي چې په ځمكه كې دي، نو خامخا به يې فدیه كړي او دوى به پښیماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او د دوى په مینځ كې به فیصله په انصاف سره وكړى شي، په دې حال كې چې په دوى به ظلم نه كېږي
10|55|اګاه شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، اګاه شئ! بېشكه د الله وعده حقه ده او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي
10|56|هغه ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د هغه په طرف به تاسو ورګرځولى شئ
10|57|اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى
10|58|ته ووایه: د الله په فضل سره او د هغه په رحمت سره، لهذا په دې سره دې دوى خوشحاله شي، دا ډېر غوره دى له هغه نه چې دوى يې جمع كوي
10|59|ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبرراكړئ! هغه رزق چې الله تاسو لپاره نازل كړى دى، نو تاسو له هغه نه څه حرام او څه حلال ګرځولى دى، ته (ورته) ووایه: ایا الله تاسو ته د دې اجازت (خبر) دركړى دى، یا تاسو په الله پورې دروغ تړئ؟
10|60|او د هغو كسانو، چې په الله باندې له ځانه دروغ تپي، څه ګمان دى، د قیامت په ورځ كې (به ورسره څه كېږي) بېشكه الله په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى زیاتره شكر نه وباسي
10|61|او ته نه يې په كوم كار كې (مشغوله) او نه ته لولې له دې نه، یعنې له قرآنه او نه تاسو څه عمل كوئ مګر مونږ پر تاسو باندې شاهدان یو كله چې تاسو په هغه كې بوختېږئ او ستا له رب نه په ځمكه كې اونه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي
10|62|اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي
10|63|هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي
10|64|د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم). د الله كلماتو لره هېڅ بدلول نشته، همدغه ډېر ستر برى دى
10|65|او د دوى وینا دې تا غمژن نه كړي، بېشكه عزت ټول خاص د الله لپاره دى، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
10|66|خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي او پیروي نه كوي هغه كسان چې له الله نه پرته شریكان بلي، دوى پیروي نه كوي مګر د ګمان او نه دي دوى مګر دا چې اټكل چلوي
10|67|دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه جوړه كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې په ارام شئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه په دې كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري
10|68|دوى وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه پاك دى، هم دى غني (بې پروا) دى، خاص ده لره دي هغه څه چې اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي تاسو سره په دې خبره هېڅ دلیل نشته، ایا تاسو په الله باندې هغه خبره ورتپئ چې پرې نه پوهېږئ؟
10|69|ته ووایه: بېشكه هغه كسان چې په الله باندې له ځانه دروغ تړي؛ دوى به خلاصى ونه مومي
10|70|په دنیا كې لږه فايده اخيستل دي، بیا خاص مونږ ته د دوى واپس راتلل دي، بیا به مونږ دوى ته ډېر سخت عذاب ورڅكوو، په سبب د دې چې دوى كفر كاوه
10|71|او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ
10|72|نو كه تاسو وګرځېدئ، پس ما له تاسو نه هېڅ مزدوري نه ده غوښتې، زما اجر يواځې په الله دى او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مسلمانانو څخه
10|73|پس هغوى د ده تكذیب وكړ، نو مونږ ده ته او هغه چا ته چې له ده سره په بېړۍ كې (سواره) وو، نجات وركړ او مونږ دوى خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړل او هغه كسان مو غرق كړل چا چې زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و، نو ته وګوره د وېرول شویو انجام څنګه و؟
10|74|بیا مونږ له ده نه بعد خپلو قومونو ته نور رسولان ولېږل، نو هغوى ته يې څرګند دلیلونه راوړل، پس دوى داسې نه وو چې په هغه څه يې ایمان راوړى وى چې له دې نه مخكې يې د هغه تكذیب كړى و، همدارنګه (په دې وجه) مونږ د زیاتي كوونكو په زړونو مهر لګوو
10|75|بیا مونږ له دوى نه بعد موسٰی او هارون ولېږل په ښكاره معجزو سره فرعون او د هغه سردارانو ته، نو هغوى تكبر وكړ او دوى مجرمان خلق وو
10|76|پس كله چې زمونږ له خوا نه دوى ته حق راغى، دوى وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادو دى
10|77|موسٰی وویل: ایا تاسو حق ته (جادو) وایئ كله چې تاسو ته راغى، ایا جادو دا دى؟، حال دا چې جادوګر خو برى نه مومي
10|78|دوى وویل: ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږه د هغې (لارې) نه واړوي چې په هغې مونږ خپل پلرونه موندلي دي او په ځمكه كې تاسو دواړو ته لويي (غلبه) حاصله شي؟ او مونږه په تاسو دواړو ایمان راوړونكي نه یو
10|79|او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر) جادوګر راولئ
10|80|نو كله چې جادوګر راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ
10|81|پس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي
10|82|او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي
10|83|نو په موسٰی ایمان رانه وړ مګر د هغه له قومه څو ځلمیانو، د فرعون او د هغوى د سردارانو څخه په دې وېره كې چې دوى به يې په فتنه كې واچوي او بېشكه فرعون په ځمكه كې سركشي كوونكى و او بېشكه هغه له حده تېرېدونكو څخه و
10|84|او موسٰی وویل: اى زما قومه! كه چېرې تاسو (داسې) یئ چې په الله مو ایمان راوړى دى، نو خاص په هغه باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مسلمانان یئ
10|85|پس دوى وویل: خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! مونږ د ظالمو خلقو لپاره فتنه مه جوړوه
10|86|او په خپل رحمت سره مونږ ته له كافرو خلقو نه نجات راكړه
10|87|او مونږ موسٰی او د هغه ورور ته وحي وكړه دا چې تاسو د خپل قوم لپاره په مصر كې څه كوټې مقررې كړئ او خپلې كوټې قبله وګرځوئ او تاسو لمونځ قايموئ او ته مومنانو ته زېرى وركړه
10|88|او موسٰی وویل: اى زمونږ ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي، اى زمونږ ربه! ته د دوى مالونه محوه كړه او د دوى په زړونو سختي راوله، پس چې دوى ایمان رانه وړي تر هغه چې ډېر دردناك عذاب وویني
10|89|ويې ويل: یقینًا ستاسو د دواړو دعا قبوله كړى شوه، لهذا سم ولاړ اوسئ او هیڅكله هم د هغو خلقو د لارې پیروي مه كوئ چې نه پوهېږي
10|90|اومونږه بني اسرائیل له بحر نه پورې وېستل، نو فرعون او د هغه لښكر د ظلم او زیاتي كولو لپاره د دوى پسې شول، تر دې چې كله دى غرقېدو (ډوبېدو) راونیوه، ده وویل: ما ایمان راوړ په دې (خبره) چې یقینًا شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هغه ذات چې بني اسرائیلو پر هغه ایمان راوړى دى او زه له مسلمانانو څخه یم
10|91|ایا اوس (ته ایمان راوړې)؟! حال دا چې یقینًا له دې نه مخكې تا نافرماني كوله او ته له فساد كوونكو څخه وې
10|92|پس نن ورځ به مونږ ستا بدن په لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړ شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي
10|93|او یقینًا یقینًا مونږه بني اسرائیلو ته د عزت استوګنه وركړه او مونږه دوى ته له پاكیزه څیزونو څخه روزي وركړه، نو دوى اختلاف ونه كړ تر هغه پورې چې دوى ته علم راغى، بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى په هغه كې اختلاف كاوه
10|94|نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شك كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه
10|95|او هیڅكله هم مه كېږه له هغو كسانو څخه چې د الله د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ګنې شې به ته له تاوانیانو څخه
10|96|بېشكه هغه كسان چې ستا د رب خبره پرې ثابته شوې ده، دوى ایمان نه راوړي
10|97|اګر كه دوى ته هره نښه راشي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردناك عذاب وویني
10|98|نو ولې یو داسې كلى نه و چې ایمان يې راوړى وى، بیا هغه ته د هغه ایمان فايده رسولې وى۔ غير د یونس له قوم نه كله چې دوى ایمان راوړ (، نو) مونږ له دوى نه په دنيايي ژوند كې د رسوايۍ عذاب لرې كړو او دوى ته مونږ تر یو وخته پورې فايده وركړه
10|99|او كه چېرې ستا رب غوښتلى (، نو) خامخا ایمان به راوړى و هغه چا چې په ځمكه كې دي ټول په ټولو، ایا نو ته خلق مجبوروې تر هغه چې دوى مومنان شي؟
10|100|او د هېڅ نفس لپاره ممكن نه دي چې ایمان راوړي مګر په اذن (ارادې) له الله سره او هغه (الله) عذاب په هغو كسانو اچوي چې له عقل نه كار نه اخلي
10|101|ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له ایتونو او وېروونكیو څخه فايده نه رسي چې ایمان نه راوړي
10|102|پس دوى انتظار نه كوي مګر په شان د هغو خلقو د بدو ورځو چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي، ته (ورته) ووایه: پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه (هم) له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم
10|103|بیا مونږ خپلو رسولانو ته نجات وركوو او همدارنګه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى، پر مونږ ثابته ده دا چې مونږ به مومنانو ته نجات وركوو
10|104|ته ووایه: اى خلقو! كه چېرې تاسوزما د دین په باره كې په شك كې یئ، نو زه خو د هغو څیزونو عبادت نه كوم چې تاسو يې له الله نه پرته (غير) عبادت كوئ او لېكن زه د هغه الله عبادت كوم چې تاسو وفات كوي او ما ته حكم كړى شوى دى دا چې زه شم له مومنانو څخه
10|105|او دا چې ته خپل مخ دین ته سم ودروه، په دې حال كې چې له باطله حق ته مايله يې او ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه
10|106|او له الله نه غير هغه شى مه رابله چې تا ته نه فايده دررسولى شي او نه تا ته ضرر دررسولى شي، نو كه چېرې ته (دا) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې
10|107|او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
10|108|ته ووایه: اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه دخپل ځان په ضرر ګمراه كېږي او زه پر تاسو باندې نګران نه یم
10|109|او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى

Pages ( 10 of 114 ): « Previous1 ... 89 10 1112 ... 114Next »