Pashto Quran | قرآن لوستل

69|1|دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى
69|2|دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى
69|3|او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى
69|4|ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و
69|5|نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول
69|6|او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول
69|7|(الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي
69|8|نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې
69|9|او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ
69|10|نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول
69|11|بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ
69|12|د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري
69|13|نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي۔، یو پوكى
69|14|او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول
69|15|نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي
69|16|او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي
69|17|او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي
69|18|په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي
69|19|نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ
69|20|بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم
69|21|نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي
69|22|په اوچت جنت كې
69|23|چې د هغه مېوې به نژدې وي
69|24|تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو
69|25|او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې
69|26|او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى
69|27|اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى
69|28|زما مال زما هېڅ په كار رانغى
69|29|له ما نه زما بادشاهي برباده شوه
69|30|(وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ
69|31|بیا دى دوزخ ته داخل كړئ
69|32|بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ
69|33|بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ
69|34|او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه
69|35|نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته
69|36|او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه
69|37|چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران
69|38|نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ
69|39|او په هغو چې تاسو يې نه وینئ
69|40|بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده
69|41|او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ
69|42|او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ
69|43|(دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي
69|44|او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى
69|45|(نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى
69|46|بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى
69|47|نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو
69|48|او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى
69|49|او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي
69|50|او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى
69|51|او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى
69|52|نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه

Pages ( 69 of 114 ): « Previous1 ... 6768 69 7071 ... 114Next »